د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه د نهو وسله والو د وژلو ادعا کوي


د افغان ځواکونو عملیات
د افغان ځواکونو عملیات

افغان پوځ په بلخ ولایت کې د طالبانو یوه مهم قومندان په ګډون د نهو وسله والو د وژنې ادعا کړې.

په شمال کې د پوځ یوه ویاند محمد حنیف رضايي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې مولوي سردار محمد د فبرورۍ پر۱۳مه مازیګر د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د ده په خبره، نوموړی د طالبانو پوځي کمېسیون غړی وو.

رضايي زیاتوي چې په بمبارۍ کې اته نور وسله وال هم وژل شوي دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG