د پاکستان د کانکیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پر ضد د فبرورۍ پر۱۴مه د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده.
دا احتجاج پر داسې مهال کېږي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه د دکۍ د کویلې په کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو.
په وژل شویو کې درې ورونه وو.
د کانکیندونکو فیډریشن مشران وايي چې یوازی تیره میاشت په کانونو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۱۶ خوارېکښ وژل شوي دي.
د اتحادیې مرکزي مشر سلطان لالا په دغه اړه مشال راډیو ته وویل چې د پېښو لوی لامل د حفاظتي قوانینو نه عملي کول دي.
په دې ترڅ کې مو د ماین انسپکټریټ سره تماس ونیوو ، خو کوم چارواکې خبرو ته اماده نه وو.
د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې د کویلې په ۳۵۰۰ کانونو کې ۶۰ زره کسان کار کوي ، چې لوې شمیر يي د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې سره تړاؤ لري.