د پاکستان د کان کیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پرضد نن د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده.
دا احتجاج پر داسې مهال کیږي چې په پنجشنبه د دکۍ د کویلې په یوه کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو. په وژل شویو کې درې وروڼه ول.
د کانکیندونکو د فیډریشن مشران وايي چې یوازی تیره میاشت په کانونونو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۱۶ مزدوران وژل شوي دي.
د اتحادیې مرکزي مشر سلطان لالا په دغه اړه مشال راډیو ته وویل، چې د پېښو لوی لامل د حفاظتي قوانینو نه عملي کول دي.
په دې ترڅ کي مو د ماین انسپکټریټ سره تماس ونیوو خو هېڅ یو چارواکی خبرو ته اماده نه وو.
د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې د کویلې په ۳۵۰۰ کانونو کې ۶۰ زره کسان کار کوي چې لوی شمیر يې د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې سره تړاو لري