د لاسرسي ځای

تازه خبر

بروکسلز کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډه لري


په بروکسل کې د ناټو مرکز
په بروکسل کې د ناټو مرکز

د ناټو دفاع وزیران او د هغوی شریکان نن په بروکسل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغانستان په اړه غونډه لري.

په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازې کې بیلي هاچیسون ازادي راډيو ته وویل چې طالبان باید د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښیي.

هغې زیاته کړه: "موږ هیله‌من یوو، د سولې داسې موافقه ولرو چې د بین‌الافغاني ډیالوګ پروسه پکې شامله شي."

د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به د هغو نورو هېوادو دفاع وزیران هم چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري برخه واخلي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیوکولاس کې هم ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG