د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د کورونا وایرس مړي ۱۱۱۳ته ورسېدل


په چین کې د کورونا وایرس.
په چین کې د کورونا وایرس.

د چين روغتيا ملي کميسيون د فبرورۍ پر۱۱مه ناوخته راپور ورکړ چې په تېر يو شواروز کې د کورونا وايرس له کبله ۹۷ نور کسان مړه شوي چې دا ډول په ټول هېواد کې د مړيو شمېر ۱۱۱۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا په چين کې په دې وایرس د اخته کسانو شمېر ۴۴۶۴۳ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ټېډروس ګېبرييس د فبرورۍ پر ۱۱مه په جېنېوا کې د يوې غونډې پر مهال ټينګار وکړ چې هېوادونو دې د کورونا وايرس خپرېدو د جدي خطر د مخنيوي لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې وايرسونه تر ترهګرو فعاليتونو زياتې زورورې نتيجې لري.

په داسې حال کې چې د کورونا وايرس ۹۹ فيصده ناروغۍ په چين کې دي او هلته بېړنی حالت دی، ټيډروس په غونډه کې وويل چې دا وايرس د نورې نړۍ لپاره هم جدي خطر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG