د لاسرسي ځای

تازه خبر

عندليب عباس: په افغانستان کې ۲۵۲ پاکستانيان قيد دي


د کنرهار زندان (ازشېف)

بهرنيو چارو سيکريټرې عندلیب عباس د فبرورۍ پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې وويل، په دې اړه يې له کابل سره له دپلوماټيکو لارې خبرې روانې دي.

د پاکستان حکومت وايي، په افغانستان کې د قېد پاکستانيانو د راخوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د پارلمان لپاره د بهرنيو چارو سيکريټرې عندلیب عباس د فبرورۍ پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې وويل، په دې اړه يې له کابل سره له دپلوماټيکو لارې خبرې روانې دي.

هغې زياته کړه:

"تاسو د افغانستان او پاکستان له اړيکو خبرياست. موږ هلته د سولې لپاره کار کوو. اوس هلته ټاکنې شوې او چې نوی حکومت راشي نو موږ به ورسره خبرې وکړو. نژدي ۲۵۲ کسان لا هم بنديان دي. ۵۲ راخوشي شوي دي. د ښځو او سړيو د شمېرو به زه معلومات وکړم."

عندلیب عباس د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په نه شتون کې د قامي اسمبلۍ د غړو پوښتنې ځوابولې.

د پاکستاني قيديانو هېواد ته د راوستلو لپاره حکومت څه کوي؟ څومره ښځې بنديانې دي او هغوي څه جرمونه کړي دي؟
نصيبه چنه

يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د فبرورۍ پر ۱۰ مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان سره يې د بنديانو د تبادلې تړون نشته او نيول شوي اکثره پاکستانيان په ترهګرۍ تورن دي.

نوموړي زياته کړه، دا کسان د طالبانو د مرستې لپاره افغانستان د اوښتو پر مهال نيول شوي چې تر مقدمو وروسته به يې راتلونکې معلومېږي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه له مشال راډيو سره له خبرو ډډه وکړه.

د پيپلز پارټۍ غړې نصیبې چنه د فبرورۍ پر ۱۰ مه د پارلمان په دې غونډه کېپر حکومت نيوکې وکړي چې د بنديانو په اړه تفصيلي او کره معلومات نه ورکوي.

هغې وويل:

"۳۰۸ پاکستانيان د افغانستان په جېلونو کې دي. دا خو موږ ته معلومه ده خو د دوی د راوستلو لپاره حکومت څه کوي؟ دوی دې موږ ته دا هم ووايي چې څومره ښځې بنديانې دي؟ دوی څه جرمونه کړي دي؟ حکومت دې موږ ته سم تفصيل راکړي."

په تېرو شپږو میاشتو کې په ننګرهار کې ګڼ بهرني داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي چې ډېر يې پاکستانيان دي.

افغان حکومت ويلي، ددې تورنو کسانو سړي یې کابل ته د تحقیقاتو لپاره لېږلي او د کورنۍ مېرمنې او ماشومان یې د پاکستان حکومت ته نه بلکې د خېبر پښتونخوا قامي مشرانو جرګې ته سپارلي دي.

د جنورۍ پر نهمه دغې جرګه ته په جلال اباد کې ۱۳۳ مېرمنې او ماشومان سپارل شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG