د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مشرانو د (یو مسید) په نوم احتجاجي پرلت د فبرورۍ پر ۱۱مه په ۱۶مه ورځ هم دوام لري.
دا احتجاج کوونکي د ړنګو شویو کورونو معاوضې او سروې د بې کوره شویو خپلو سیمو ته د واپسۍ غوښتنه کوي.
د احتجاجي پرلت منتظم حیات پریغال د فبرورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې له چارواکو ورسره تر اوسه کړې وعدې نه دې پوره کړي.
بلخوا د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، له احتجاجیانو سره یې له تېرو څو ورځو راهیسې خبرې روانې دي خو لا کومې نتیجې ته نه دې رسیدلي.