چینايي چارواکو نن وویل چې د کورونا وایرس له وجې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۰۸ ته رسېدلی دی.
د چین د روغتیا کمېشن وايي، یواځې پرون د دغه وایرس له وجې په ټول ملک کې ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۹۱ پکې په هوبی صوبه کې دي. کرونا وایرس له همدې صوبې د تېر کال په دسمبر میاشت کې سر راپورته کړی وو.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د کرونا وبا په قابو کیدونکي حالت کې معلومېږي خو چینايي چارواکي وايي څه د پاسه ۴۰ زرو کسانو کې هم د دې وایرس تصدیق شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له چینه د باندې په ۲۴ هیوادونو کې له ۳۰۰ نه زیات کسان په دې تنفسي ناروغۍ اخته شوي چې یو پکې مړ شوی هم دی.