د لاسرسي ځای

تازه خبر

مياخېل: د شیرزادو پېښې په اړه څېړنې روانې دي


د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

د افغانستان ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي په شیرزادو ولسوالۍ کې درې افغان سرتيري زخميان او ځينو امريکايي سرتيرو ته زيان اوښتی چې کره شمېر يې نه دی معلوم.

هغه نن (د فرروۍ په نهمه) مشال راډيو ته وويل چې بريد پرون د افغان ملي اردو يو سرتيري هغه مهال کړی چې ګډ ځواکونه د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل. نوموړي زياته کړه چې بريدکوونکی هم وژل شوی او تحقیقات روان دي چې دغه سړي ولې دا کار کړی دی.

د فرورۍ په اتمه شوې دې پېښې په اړه د امريکايي ځواکونو وياند، کرنل سوني ليګيټ په يوه خبرپاڼه کې ويلي پر ګډو ځواکونو نېغې ډزې شوي دي چې دوی یې تحقیقات کوي.

په ځينو مطبوعاتي راپورونو کې راغلي وو چې ډزې يا د طالبانو نفوذي کس کړي او يا هم د امريکايي ځواکونو سره د افغان پوځيانو د ناندريوو په نتيجه کې شوي دي.

خو د ننګرهار والي د پوځيانو ترمنځ د شخړې پر مهال د جګړې راپور رد کړ او وې ويل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG