د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي په ډاګه زېندۍ کول ظلم دی: ایمنسټي انټرنېشنل


ارشیف
ارشیف

د بښني نړيوال سازمان ايمنسټۍ انټرنيشنل د پاکستان قامي اسمبلۍ هغه قرارداد لاشعوري ظلم بللي چې پکې له ماشومانو سره د جنسي تيريو وروسته په وژنو کې ککړو کسانو ته ډاګه زنډۍ ورکوي.

نړيوال سازمان د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته په راليږلي خبرپاڼه کې ويلي دي چې پانسي ورکول د مسلې حل نه دی.

د جنوبي اسیا لپاره د سازمان مرستيال مشر عمر وړايچ په خبرپاڼه کې ويلي دي چې په مذهبو ټولنو کې د خلکو مخامخ پانسي ورکولو لپاره هېڅ ځای نه شته.

د پاکستان قامي اسمبلۍ، د فبرورۍ پر اوومه له ماشومانو سره د جنسي تيريو وروسته په وژنو کې ککړو کسانو ته په ډاګه د زنډۍورکولو قرارداد منظوري ورکړه.

په ايوان کې پيپلز ګوند د دې مخالفت وکړ.

بلخوا دوو وفاقي وزيرانو فواد چوهدري او شرين مزاري په ټويټر پاڼه د دغه قرارداد مخالفت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG