د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو فراه کې ۱۳وسله وال وژلي


د افغان ځواکونو عملیات
د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان فراه ولايت امنیتي چارواکي وایي، په (پشت کوه قلعه کاه) ولسوالي کې يې د عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په وینا دا عملیات نېږدې يوه میاشت مخکې پيل شوي ول چې اوس پای ته ورسېدل.

د سيمې امنيتي ځواکونو ویاند حشمت الله احمدي د فبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې په لسګونو واړه او لوی کلي له وسله والو پاک شوي دي او یو شمېر وسلې يې هم نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG