د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي د فبرورۍ پر اوومه په زابل او کندوز کې لاریونونه کوي.
د حرکت ویاند بسم الله وطندوست د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د اوربند غوښتلو په موخه لاریونونه کوي او له خلکو غواړي چې خپل غږ اوچت کړي.
د سولې ولسي حرکت په ۲۰۱۸ز کال کې د هېلمند په مرکز لښکرګاه کې د نوروز پر مېلې تر خونړي برید وروسته پیل شو.
د دې حرکت غړي پښې ابله تقریباً په ټول افغانستان کې لاریون کړی او د جګړې د ختمولو غوښتنه یې کړې.