د عراق په نجف ښار کې د حکومت مخالفه مظاهرچیانو او مهم شیعه مشر مقتده الصدر د پلویانو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د روغتیا چارواکي وايي د فبرورۍ پر پنځمه په دې نښتو کې ۵۲ نور کسان ژوبل شوي هم دي.
په عراق کې د تیری څه مودې لاهیسې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.
مقتده الصدر په پیل کې د دې مظاهرو مرسته کوله خو کله چې څو ورځې وړاندې محمد توفیق علاوي د هیواد وزیر اعظم په توګه ونومول شو نو د مظاهرچیانو سره يې لارې بیلې کړې او د علاوي ملاتړ يې اعلان کړ.
د عراق ولسمشر بهرام صالح په دغه هیواد کې له تیرو دوو میاشتو راهیسې روانې سیاسي شخړې د هواري په هیله علاوي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وزیر اعظم وټاکه.
تیرکال په نومبر کې د وزیر اعظم عادل عبدالمهدي د حکومت پرضد په مظاهرو او د امنیتي ځواکونو لخوا په عملیاتو کې شاوخوا ۵۰۰ مظاهرچیان وژل شوي وو.