د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظور پښتین اورېدنه تر اوومې فبرورۍ وځنډول شوه


منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه په پېښور کې ونیول شو

د ډېره اسماعيل خان په يوه عدالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د مقدمې اورېدنه وځنډول شوه.

ټاکل شوې وه چې نن په سېشن کورټ کې د منظور پښتين په ګډون د غورځنګ د دوو نورو مخکښانو عالمزېب مسيد او شاهد شيراني په ضمانت د راخوشي کولو درخواست اورېدنه وشي خو د وکیلانو د کاربندیز له امله دا اورېدنه وځنډېدله.

د غورځنګ مدافع وکیلانو نن مشال راډیو ته وويل چې ياد عدالت د خوشي کولو پر عريضې د اورېدنې لپاره د فبرورۍ اوومه نېټه ورته وټاکله.

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې دي چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه کړې. پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې دي.

د نوموړي تر نيول کېدو وروسته د ډېره اسماعيل خان عدالت هغه په ۱۴ ورځني عدالتي ريمانډ زندان ته ولېږه.

پر منظور پښتین سربېره پر عالمزیب مسید او شاهد شیراني هم ورته دفعې لګول شوي دي. د غورځنګ وکيلانو عدالت ته خواست کړی چې د ټولو دفعو اورېدنې دې یوې ورځې ته راوړل شي او عدالت د دوی دغه خواست منلی دی.

د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG