د لندن پولیسو په یکشنبه هغه بریدګر چې د چړو په ګوازونو یې درې کسان ژوبل کړي وو په ډزو وواژه.
د یوه ژوبل شوي کس وضعه ښه نهده.
یوه عیني شاهد ویلي یو سړی یې ولیده چې غټه چاړهیې په لاس وه او په داسې حال کې تښتېده چې پولیسو پرې ډزې کولې.
پرونۍ پېښه د ستریتهم په نوم د "یکشنبه بازار" په یوه ګڼمېشتې سیمه کې شوې ده.
د بریتانیا په ښارونو په تېره بیا لندن کې یو نیم وخت داسې پېښې کېږي او اکثر یې ترورېستي بلل کېږي.
وروستی وار دوه میاشتې مخکي له زندانه تازه خلاص شوي تُندلاري کس دوه تنه د لندن برج په سیمه کې ټپیان کړل او په خپله د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.