د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ​ټرمپ د ځمکنیو ماینونو پر استعمال لګېدلي بندیزونه نرم کړل


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر۳۱مه هغه بندیزونه نرم کړل چې د ځمکنیو ماینونو پر استعمال لګېدلي وو.

نوموړي وویل چې مخکېنۍ پالیسي د امریکا ځواکونو ته سخت زیات تاوان پېښ کړی و.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د پالیسي په بدلولو سره، ډونالډ ټرمپ هغو ماینونو ته چې لازمه نه ده چې ټول عمر تر خاورو لاندې پاتې شي او د ریموټ په وسیله کنټرولېږي، زرغون څراغ ورکړ.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې په دې اړه لیکل شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پالیسي چې بندیزونه یې لګولي و، د امریکا پوځیان د جګړې او بحران په ډګر کې په شدت له تاوان سره مخامخ کول.

د نړۍ ۱۶۰ هېوادونه د اوتاوا د کنوانسیون غړي دي چې په ۱۹۹۹ز کال کې د پرسونل ضد ماینونو د بندولو لپاره جوړ شو خو امریکا، چین، روس، هند او پاکستان یې غړیتوب نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG