د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریټانیا په رسمي ډول له اروپایي ټولنې ووته


د بریټانیې پارلېمان
د بریټانیې پارلېمان

بریټانیا په رسمي ډول د جنورۍ پر۳۱مه شپه له اروپایي ټولنې وروسته له ۴۷ کلونو بهر شوه.

اروپایي ټولنه د نړۍ تر ټولو ستره اقتصادي ټولنه ده.

درې نیم کاله مخکې په بریټانیا کې د ټولپوښتنې په ترڅ کې ۵۲ په ۱۰۰ کې له اروپایي ټولنې د وتلو غوښتنه وکړه او ۴۸ په ۱۰۰ کې ورسره مخالفت وکړ.

د بریټانیا په سترو ښارونو کې د ټولپوښتنې پرمهال له اروپایي ټولنې سره د پاتېدو لیوالتیا وه او په وړو ښارونو کې یې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو.

د انګلستان او ویلز ایالتونو له اروپایي ټولنې د وتلو ملاتړ کړی و خو شمالي ایرلنډ او سکاټلنډ د پاتیدو غوښتنه کړې وه.

بریټانیا به اوس د اروپایي ټولنې له پاتې ۲۷ غړیو سره د سوداګرۍ په برخه کې خبرو ته دوام ورکوي.

د جرمني وزیر اعظمې انګیلامیرکل د جنورۍ پر ۳۱مه وویل چې دا خبرې به اسانه نه وي خو ټینګار یې وکړ جرمني غواړي له بریتانیا سره د یوه نېږدې دوست هېواد په توګه پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG