د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالۍ بېرته ونیوله


د بغلان ولایت نقشه
د بغلان ولایت نقشه

افغان چارواکي وايي، د بغلان یوه ولسوالي یې له طالبانو ازاده کړې ده.

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي د جنورۍ پر۳۰مه ماښام مشال راډیو ته وویل، ګذرګاه نور ولسوالي له څو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه چې د جنورۍ پر۳۰مه مازیګر تر درنې جګړې وروسته يې بېرته لاس ته ورغله.

نوموړی وايي په ياده جګړه کې يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې خو طالبانو لا څه نه دې ویلي.

په عین وخت کې افغان امنیتي ځواکونه وايي، د شمالي ولایت کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې د جنورۍ پر۳۰مه هوايي بریدونه کړي چې پکې اته وسله وال طالبان يې وژلي دي.

هلته د فاریاب ولایت چارواکي وايي، په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یې عملیات پیل کړي دي چې د مزار شریف او میمنې ترمنځ لویه لار محفوظه کړي.

چارواکي وايي، دا لار له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د وسله والو تر واک لاندې ده.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG