د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: د روغتیا نړیوالې ادارې د چین هڅې وستایلې


د صحت نړیوالې ادارې (WHO) د یو چارواکي په وینا نړۍ دا وخت د کورونا وایرس د ختمولو د هڅو په اړه یو مهم ځای ته رسېدلې ده.

ده او په دې اړه یې د چین د هڅو ستاینه کړې ده.

د WHO د ایمرجنسي پروګرامونو مشر مایک ریان د جنورۍ پر۲۹مه ویلي چین د دغه غېر معمولي چیلنج لپاره غیر معمولي اقدامات پورته کوي.

مایک ریان چې روانه اونۍ یې د دغه ادارې له مشر سره چین ته هم سفر وکړ وایي دوی په دې اړه دا وخت په یو مهم پړاو کې دي او باوري دي چې د دغې مخنیوای لا هم کېدلای شي.

چینایي چارواکي وایي، تر پرونه پورې دغه وایرس تر شپږو زرو کسان ځپلې دي چې پکې لږ تر لږه ۱۶۲کسان تر اوسه مړه شوي دي.

له دې علاوه د چین بهر په درزنونو کېسونه په نورو هېوادونو کې هم تصدیق شوي دي چې پکې اروپایي هېوادونه، د شمالي امریکا، منځني ختیځ او د اسیا ځینې هېوادونه شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG