امریکا ویلي چې په عراق کې د دوی پر پوځي اډه د ایران راکټي حملې له کبله ۳۴ سر تېرو ته دماغي ضربه رسېدلې ده.
د پنټاګون ویاند، جانتن هوفمن د جنورۍ پر۲۴مه په واشنګټن کې خبریالانوته وویل چې په دغو ژوبل شوو سرتېرو کې نيمايي په عراق کې خپلو دندو ته ستانه شوي دي خو ۱۷ سرتېري لا هم تر درملنې لاندې دي.
امریکا چارواکو مخکې ویلي ول چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پرعين الاسد پوځي اډه د ایران په حمله کې هېڅ امریکايي عسکر ته تاوان نه دې رسېدلی. خو تيره اوننۍ امریکايي پوځ وويل چې د ايراني بريد وروسته د يولسو سرتېرو درملنه شوې
د جنورې پر اتمه ايران په عراق کې د امریکايي سرتېرو په عين الاسد پوځي اډه وروسته له هغې راکتي بريد کړې وو چې د جنورې پر درېیمه د امریکايي بې پايلټه الوتکې په يو بريد کې ايراني جرنيل قاسم سليماني ووژل شو.