د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې کرونا وایرس ۸۳۰ تنه نیولي ۲۵ مړه


په دې ویروس تراوسه ۶۰۰ کسان اخته شوي او اتلس کسان مړه شوي دي.
په دې ویروس تراوسه ۶۰۰ کسان اخته شوي او اتلس کسان مړه شوي دي.

د يوه نوي وايرس د خپروېدو د کنټرول لپاره د چين مرکزي ولايت هوبى په لږ تر لږه ١١ ښارونو کې کلک ګامونه اخېستل شوي دي.

په دغه وايروس تر ٨٣٠ ډېر کسان اخته شوي او لږ تر لږه ٢٥ کسان مړه شوي دي.

دغه وايروس اول د هوبى په مرکز ووهان کې چې ١١ مليونه وګړي پکې ژوند کوي، وموندل شو.

د ښار د ترانسپورت سيسټم له پنجشنبې سهاره ځنډول شوی دی.

راپورونه وايي چارواکو په ووهان ښار کې د مولونو وهل اړین کړي او له خلکو غوښتنه شوې چې له ګڼه ګوڼو او غونډو ډډه وکړي.

د دولتي رسنيو د راپور له مخې په لسو نورو ښارونو کې هم د ترانسپورټ جريان درول شوى او په پلازمېنه پيکنګ کې د نوي چينايي کال د لمانځلو مراسم لغوه شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان پرون وويل، د دې وايروس په اړه د دې وخت نه دى چې ”نړيوال بیړنی حالت“ اعلان کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG