د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که ټرمپ سزا نه شي راتلونکې ولسمشران به هم داسې کار کوي'


د امریکا سنا غونډه
د امریکا سنا غونډه

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر مواخذې منتظم د ډیموکرېټ ګوند غړي اډم شېف خبرداری ورکړی که ولسمشر ډانالډ ټرمپ مجرم ونه ګرځول شو نو راتلونکي ولسمشران به هم داسې کار کوي چې ګني دوی هم له قانونه بره دي.

د جنورۍ پر ۲۲مه په سېنېټ کې د مواخذې مقدمې په پېل کې سېنېټر شېف وویل:

"د ولسمشر خپلو اختیاراتو د ناسم استعمال او د کانګرس په چارو کې خنډ اچول به د حکومتي څانګو په واک اختیار کې توازن په مستقله توګه ختم کړي. او له دې سره به راتلونکي ولسمشران هم د کانګرس نګرانۍ بغېر او له قانون ماوره کارونه کوي."

کله چې سېنېټر شېف خبرې کولې نو ولسمشر ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې ولیکل چې دی وم دباو نه احساسوي.

د استازو جرګې څارنوال د تر دریو ورځو پورې ۲۴ ساعته وخت لري چې د دغه مهمې مقدمې لپاره خپل کېس تیار کړي چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د بدعنوانۍ او لوړو جرمونو پر کولو هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړل شي. او هم دومره وخت د ولسمشر ټرمپ قانوني ډله لري چې د دغه مقدمې د اصولو مطابق خپل دلایل وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG