د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ټرمپ مواخذې په اړه رای ورکول کېږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمب
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمب

ټاکل شوې ده چې د امریکا استازو جرګې څارنوالان د جنورۍ پر۲۲مه په سېنېټ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې په اړه په تاریخي مقدمه کې خپل لومړني دلایل وړاندې کوي.

د سېنېټ د قوانینو ترمخه دوی او د ولسمشر قانوني سلاکار په درېوو ورځو کې ۲۴ ساعته وخت لري چې خپل دلیلونه وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ د ډیموکراټ ګوند په اکثریت د استازیو جرګې له خوا د ده پرضد د مواخذې پلټنې او اورېدنه جعلي بللې ده.

د ابتدايي دلایلو وروسته سېنېټران ۱۶ ساعته وخت لري چې خپل لیکلې پوښتنې چیمبر ته وړاندې کړي.

له دې وروسته به د استازو جرګې لخوا د مقدمې منتظمین او د ولسمشر وکیلانو ته د خپلو دلیلونو وړاندې کولو لپاره دوه ساعته ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG