د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ته په جاسوسۍ تورن د افغانستان یو کس جرمني کې عدالت ته حاضر شو


د جرمني ملي جنډۍ
د جرمني ملي جنډۍ

د افغانستان یو وګړی چې د جرمني له پوځ سره‌ یې ترجماني کار کاوه، په دوشنبه ایران ته د جاسوسۍ په تور د جرمني په یوه عدالت کې حاضر شو.

"عبدال س" چې ۵۱ کاله عمر لري، د دوشنبې په ورځ د خیانت او د دولتي اسرارو څخه د سرغړاوي په ۱۸ مواردو تورن شو.

دا کس د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ میاشت کې له خپلې ۴۰ کلنې مېرمنې "اسیه س" سره یوځای نیول شوی وو.

"عبدال س" تورن دی چې د ۶۰ زرو یورو په بدل کې یې د باروتو چاودېدنکو موادو په شمول، د جرمني د پوځ اسرار د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي.

که نوموړی مجرم وبلل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومېږي. د "عبدال س" پر مېرمن که جرم ثابت شي، ښايي د ۱۱ کلونو په مخه زندان ته واستول شي.

تر اوسه پورې دې ښځې او خاوند د هغو تورونو په اړه چې پرې لګېدلي څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG