د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هانګ کانګ کې د چین ضد بیا مظاهرې شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په هانګ کانګ کې د جنورۍ پر ۱۹مه هم په زرګونو خلکو د احتجاج پر مهال د چین له کمونېسټ ګوند څخه د پرېکون غږ کړی او د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده.

په احتجاج کې ځینو کسانو تورې جامې اغوستې وې، مخونه یې پټ کړي وو او په لاسونو کې یې داسې کارډونه اخیستي وو چې د هانګ کانګ د ازادۍ شعارونه پرې لیکل شوي ول.

د احتجاج ځینو ګډونوالو بیا د امریکا او بریتانیا بېرغونه هم راخیستي ول.

په هانګ کانګ کې د ۲۰۱۹ کال په اوړي کې له هغې وروسته پراخ احتجاجونه پیل شول چې چین د ملزمانو د لېږد لپاره قانون وړاندې کړ.

چین له هغې وروسته احتجاج کوونکي "ترهګر" وبلل او د هغوی پرضد یې چاپې پیل کړې او د هغوي لپاره یې سختې سزا ګانې وټاکلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG