د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران د ویشتلې الوتکې بلېک بکس اوکراين ته سپاري


غورځېدلې اوکراينۍ الوتکه
غورځېدلې اوکراينۍ الوتکه

دایران حکومت ومنله چې د اوکراینۍ الوتکې تور ډبی (بلېک بکس) به د اوکراین حکومت ته وسپاري.

په دې اړه د تحقیقاتو لپاره د ایران ملکي هوايي چلند د ‌ډلې مشر حسن رضايي فر د جنورۍ په ۱۸مه، سرکاري خبري اژانس، تسنیم ته ويلي دوی په دې ډبه کې د ثبت شوو معلوماتو د څېړنې ټکنالوژي نه لري نو ځکه یې اوکراين ته سپاري.

ايران په لومړي سر کې نه منله خو وروسته یې تاييد کړه چې د جنورۍ په اتمه په تهران کې د اوکراين يوه الوتکه د دوی له پوځ څخه په غلطۍ کې ويشتل شوي چې سپاره ټول ۱۷۶ کسان پکې وژل شوي دي. په وژل شوو کې افغانان، کاناډايان، ايرانيان، اوکرانيان او د ځينو نورو هېوادونو وګړي شامل دي.

XS
SM
MD
LG