د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوه قبایلي مشران وژل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان چارواکو د جنورۍ پر ۱۸مه وویل چې تېر ماښام په داتاخېلو تحصیل کې په یو وسله وال برید کې دوه قبایلي مشران وژل شوي دي.

دا دوه ملکان ملک ذکاالله او ملک خان ولي نومېږي.

پولیس وايي، له برید وروسته وسله وال تښتېدلي خو دوی د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د خپل نوعیت دا لومړی برید دی او چارواکي وايي، تېرکال د هدفي وژنو له۵۰ زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG