د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شوې دي


د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې
د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې

د جنورۍ پر ۱۸مه د قطر په مرکز دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې اړوند خبرې یو وارې بیا روانې دي.

دا خبره د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر۱۸مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې تړون او اوربند ته نېږدې شوي،

نوموړي دا خبره نه رد کړه او نه یې هم تایید کړه البته ویې ویل چې په نننیو خبرو کې به په دې اړه هم دواړه خواوې بحثونه وکړي.

امریکايي او طالب استازو تر دې وړاندې هم د خبرو څو پړاوونه په دوحه کې ترسره کړي دي خو تر دې دمه په افغانستان کې دایمي اوربند یا سولې ته لاره هواره شوې نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG