د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کشمیر او بلوچستان کې واورو او ورښتونو زیات خلک وژلي


د پښین په یوه کلي کې درنه واوره شوې، یوې کوچنۍ نجلۍ په دغه ساړه یخ کې خپل ماشوم ورور یبلې پښې په غېږ کې اخېستی. ۲۰۲۰، ۱۵ جنوري
د پښین په یوه کلي کې درنه واوره شوې، یوې کوچنۍ نجلۍ په دغه ساړه یخ کې خپل ماشوم ورور یبلې پښې په غېږ کې اخېستی. ۲۰۲۰، ۱۵ جنوري

د طبیعي ناورینونونو د چارو ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، ۷۶ کسان د هېواد تر واک لاندې د کشمیر په نیلم دره کې وژل شوي دي. دې ادارې بېګا په بیان کې ویلي چې واورو او بارانونو په بلوچستان کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

که څه دوی په خپل بیان کې ویلي چې په هغه صوبه کې ۲۰ تنه مړه دي خو د دغه صوبې ویاند بیا تر ۳۰ د زیاتو کسانو د مړینې خبره کوي.

د اېن ډي اېم اې په وینا، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې د جنورۍ له ۱۱مې څخه تر ۱۳مې پورې د واورې ورېدو له کبله ځینې لارې هم تړل شوې دي چې حکومتي چارواکي یې د پرانیستو هڅې کوي. هلته د خیبر پښتونخوا د موسمیاتو اداره د جنورۍ له ۱۸مې څخه د صوبې په شمالي او غرییزو سیمو کې د تازه ورښتونو اټکل کړی.

روانۍ اونۍ په بلوچستان کې د اوسنيو واورو او ورښتونو او ورسره زیات یخ تر ۳۰ زیات کسان وژلي دي. سرکاري ویاند لیاقت شاهواڼي مشال راډيو ته ویلي چې ډېره مرګونه د خاورینو کور له نړېدو شوي دي.

نوموړي د سېشنبې مازیګر په بلوچستان کې د اوښتو زیانونو په اړه له خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې په دغه صوبه کې وروستیو وروښتونو او واورو تېر ۳۰ کلن ریکارډ مات کړی دی.

بلخوا په روانه اونی کې د زیاتې یخنۍ او د ګیس کم فشار له امله په روانه اونۍ کې یوازې په کوټه کی لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. لومړی پېښه پر سبزل سړک شوې وه، په هغه کې د یوه کور یوه مېرمن یو خاوند او درې ماشومان وژل شوي ول.

دغه ډول تر هغې پېښې دوې ورځې وړاندې (یکشنبه) د کوټې پر شرقي بای پاس په یوه بله پېښه کې د درېوو ماشومانو په ګډون پینځه کسان وژل شوي ول.

په مسلم باغ کې هم یو مشر ملک رشید سرګړی تر واورې لاندې شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د ژوب ضلعې په شاب زيي کلي کې د یوه کور چت په راپرېوتو کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او درې مېرمنې وژل شوې دي. بلخوا د ژوب ښارګوټي په ناصر اباد کې هم د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې دوه تنه وژل شوي دي.

د پښین په برشور سیمه کې هم له وارو د یوه کور چت لوېدلی دی چې پکې د چارواکیو په خبره د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د چمن ضلعې په کلي لقمان کې هم د یوې کوزدې خوښیو پر مهال د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

که څه هم ژوب – کوټه لوی سړک له واورو پاک شوی دی خو د توبه کاکړي او توبه اڅکزي لويې لارې دمګړۍ لا هم تړلې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG