د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: کلیوالو یو نایابه پړانګ وژلی دی


د ځنګلي ژویو ساتنې ادارې مړ پړانګ په خپله ولکه کې اخېستی دی. ۲۰۲۰، ۱۵ جنوري

د سوات په مټه کې ځايي خلکو یو نایابه پړانګ وژلی دی. د ځايي وګړیو په وینا چې پړانګ ابادۍ ته ورغلی وو او پر دوو کسانو یې برید هم کړی وو خو د ځنګلي ژویو ساتنې ادارې یو مشر وایي چې د پړانګ وژونکو پرضد يې مقدمه درج کړي ده ځکه چې په دغه سيمه کې پړانګ نايابه دی.

دوی وايي له پولیسو سره تر هغه وروسته سیمې ته ولاړ چې کله د سوات تحصيل مټې په سربانډه کې د پړانګ وژنې عکسونه او ويډيو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

د یادې ادارې مشر عبدالغفور مشال راډيو ته وویل، پړانګ د زياتې واورې له وجي نېږدې ابادي ته ورغلي وو.

"موږ مړ پړانګ ترلاسه کړی دی، پوسټمارټم مو ورله هم وکړو. اول په چريز ټوپک ويشتل شوی او بيا یې په چړو وهلی دی. محمکې د څلورو کسانو پرضد مقدمه هم درج کړې ده."

عبدالغفور زياتوي چې د سوات او دير په پله غرونو کې دغه يو نايابه پړانګ دی چې په شمار يو څو دانې پړانګونه پاتې دي. نوموړي پر نړيوالو ادارو غږ وکړ چې د دغه نایابه پړانګ نسل په ژغورلو کې ورسره مرسته وکړي ځکه چې د وګړو شمېر (ابادۍ) لهزياتېدو سره د پړانګانو دغه نسل په ختمېدو دی.


دی زیاتوي چې د پړانګ په دوه سوه کلوميټرۍ کې يوه جوړه وي، په دغه سيمه کېشپږ پړانګان شته، دولت هڅه کوي چې حفاظت یې وکړي، ځکه دا نسل په ختمېدو دی، آبادي هم زياته شوې ده او خلکو په ځنګلونو کې کورونه جوړ کړي دي، دوی د هر قسمه ځنګلي ژویو یا ځناورو حفاظت لپاره په ولس کې د پوهاوي راوستو هڅې کوي."

مشال راډيو هڅه وکړه چې پړانګ داړلي او يا د هغوی خپلوان واوري خو لیدل و نه شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG