د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا له مرکزي زندانه ۷ بندیان تښتیدلي دي


د پکتیا ولایت چارواکي وایي، چې بېګا شپه د یاد ولایت له مرکزي زندانه ۷ بندیان تښتېدلي دي.

نن دوشنبه د پکتیا ولایت بوه سرکاري خبرپاڼه کې راغلي، چې په تښتېدلو بندیانو کې درې تنه د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې د ترهګریزو فعالیتونو، یو تن له هېواد سره د غداری، یو تن د ترهګرۍ او یو بل کس د دوکې په تور بندیان ول، چې بېګا ماسخوتن تښتدیدلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي، چې د اړوندو ادارو لومړني شواهد او مالومات ښيي، چې دغو بندیانو د زندان د جومات کړکۍ ماتې کړي او تښتېدلي دي.

د ده په وینا، چې دې قضیې د هراړخیزې څېړنې لپاره د امنیتي، کشفي، عدلي او قضایي ادارو له استازو یو پلاوی ګمارل شوی دی.

د ګردېز په زندان کې د بیلابیلو جرمونو په تور خواوشا شپږ سوه بندیان موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG