د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر ایراني مظاهره کوونکي ستایلي


د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ايراني مظاهره چيان ستايلي او ايراني حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې نړۍ يې ويني.

ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه پر ټويټر په انګريزۍ او فارسي ژبو ليکلې چې هغه د مظاهرو چيانو سره ولاړ دی او احتجاج له نيزدي څاري.

نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې په تهران کې د جنورۍ پر ۱۱مه خلک لارو کوڅو ته ووتل. هغوی هغو چارواکو ته د سزا غوښتنه کوله چې د جنورۍ په اتمه د اوکراين يوې الوتکې په غورځولو کې لاس لري.

په هغه پېښه کې د الوتکې ټولې سپرلۍ، ۱۷۶ کسان وژل شوي وو.

ایراني چاراکو تر څو ورځو ردولو وروسته د جنورۍ په ۱۱مه وويل، د هغوی پوځيانو الوتکه په غلطۍ په غېر ارادي ډول په ميزايل ويشتلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG