د لاسرسي ځای

تازه خبر

زینب بیدارۍ مسوده له قامي اسمبلۍ منظوره شوه


دا نوی بل د زینب په نامه بلل کېږي چې د جنسي تېري پس وژل شوې وه
دا نوی بل د زینب په نامه بلل کېږي چې د جنسي تېري پس وژل شوې وه

د پاکستان قامي اسمبلۍ نن په ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي لپاره زینب بیدارۍ په نامه قانوني مسوده (زینب الرټ ریکوري اینډ رسپانس بل) منظوره کړې ده.

دا قانوني مسوده د بشري حقونو لپاره وفاقي وزیرې شیرین مزاري اسمبلۍ ته وړاندی کړی وه. تیر کال د اګست په میاشت کې یوې پارلیماني کمیټۍ دا قانوني مسوده حکومت ته لیږلې وه او ورته يې ویلي ول چې په مسوده کې د ذکر شویو سزاګانو سپیناوی وکړي.

د یو څو غړیو بغیر د کمېټۍ ډېرو غړیو په ماشومانو د جنسي تېري د مجرمانو لپاره تر مرګه پورې د بند سزا مخالفت کړی وو.

نن چې پارلیمان کومه قانوني مسوده منظوره کړی ده، په هغه کې پر ماشومانو په جنسي تېري کې د ککړو خلکو لپاره تل عمري بند او یو میلیون روپۍ جرمانه مقرر شوې ده. د جرم لپاره لږ تر لږه سزا لس کاله بند دی.

دا قانوني مسوده د هغه پولیس چارواکیو پر ضد هم د کاروایۍ سپارښتنه کوي چې پر ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې سمې او پر وخت پلټنې نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG