د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان د ازاخېلو وچ بندر پرانستلو


وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

وزیراعظم عمران خان، د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د ازاخیل وچ بندر (ډرای پورټ) پرانستلی.

دا وچ بندر د ۵۱۰ میلیونه روپیو په خرڅ تیار شوی دی چې موخه يې په صوبه کې د کاروبار وده او د اقتصادي هلو ځلو پیاوړی کول دی.

نن په دغه اړه په نوښار کې یوې دستورې ته د وینا په وخت وزیراعظم وویل، حکومت يې غواړي چې ریلوې له تاوانه راوباسي او د دې لپاره پکې سرمایه کاري کوي.

پر دغه مهال د وینا په وخت د ریلوې وزیر شیخ رشید تجویز وړاندې کړ چې د پېښور او جلال اباد د رېل لار باید چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ له اېم اېل ون لارې سره وتړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د رېل ګاډي مجوزه لارې په خیبر ضلع کې له لوی شلمانه تېرېږي، چې ورسره به سېلګري هم وده وکړي.

د کاروباري ادارو چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د لارو تړل کېدو او د امنیت خرابې وضعې له کبله د صوبې کاروبار او اقتصاد ته ډیر تاوانونه رسېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG