بېپلوټه الوتکې د چهارشنبې مازدیګر د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې بمباري کړې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي، خو وایي چې د دې پېښې په اړه نور معلومات نهلري.
په دې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون د بیړنۍ څانګې یوه مسول ډاکتر محمد نواب ازادي راډیو ته وویل: "۱۰ تنه ټپیان د شینډنډ له پېښې د هرات حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي، په دوی کې یو یې د مرګ په حال کې دی. د دوو ټپیانو وضعیت خطرناکه دی او د اوو تنو نورو روغتیایي وضعیت ښه دی."
داسې ویل کېږي چې بېپیلوټه الوتکې له طالبانو بېله شوې ډله په نښه کړې ده. سیمهییزو چارواکو ویلي دي چې د طالبانو د بېلې شوې ډلې یو قوماندان ننګیالی په دې بمبارۍ کې وژل شوی او مړی یې هرات ښار ته لېږدول شوی دی.