د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د ايران ۵۲ ځايونه ويشتلی شي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په ايران کې يې ۵۲ داسې ځايونه معلوم کړي چې که ايران پر امريکايي اهدافو بريدونه وکړي، دوی به پرې حمله وکړي. هغه د جنورۍ په څلورمه پر ټويټر ليکلي چې کولی شي د ايران لپاره مهم دغه کلتوري ځايونه سخت او ژر وولي.

امريکې د جنورۍ په دوهمه د شپې ناوخته، په عراق کې د ايران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د القدس برخې مشر، مېجر جنرل قاسم سليماني په يوه هوايي حمله کې وواژه. ټرمپ ويلي دا سړی ترهګر وو او پر امريکايانو يې حملې پلانولي. ايراني چارواکو د غچ اخیستو اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د جنورۍ پر څلورمه د واشنګټن په شمول د امريکې په ځينو ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي. په هغو مظاهرو کې د امريکې پر حکومت غږ شوی چې پر ايران دې بنديزونه نه لګوي او د سولې لپاره دې کار وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG