د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیزیا کې سیلابونو ۵۳ کسان وژلي


اندونیزیا کې ژغورنونکې ډلې د خلګو ویستلو هڅه کولو پر مهال.
اندونیزیا کې ژغورنونکې ډلې د خلګو ویستلو هڅه کولو پر مهال.

د اندونیزیا چارواکو د جنورۍ پر څلورمه وویل، په سر ښار جکارتا کې د سیلابونو له وجې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

چارواکي ګومان کوي، ګڼ نور کسان تر خټو لاندې ګېر پاتې دي چې ژغورنونکې ډلې یې د ویستلو هڅه کوي.

ویل کېږي چې څه ناڅه ۴۰۰۰۰۰ ځايي اوسیدونکي پر پنا اخېستنې مجبوره شوي دي.

مرستندویه کسان د موسم د خرابوالي او د بجلۍ د نیشتوالي له وجې اړمنو خلکو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي.

داسې ویل کېږي چې په تېره یوه لسیزه کې د مون سون د ورښتونو، د سیندونو د کچو د لوړېدو او سیلابونو له وجې د هیواد ۱۰ ضلعې ډوبې شوې دي.

د ملک موسمیاتو ادارې په راتلونکو ورځو کې د لانورو ورښتنو وړاند وینه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG