د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهرنیان په لیبیا کې حالت پېچلی کوي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر دویمه ماښام خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان ته ویلي چې بهرنیان په لیبیا کې حالت پېچلی کوي.

دا لا روښانه نه ده چې د ټرمپ اشاره کومو هېوادونو یا ادارو ته وه او د سپینې ماڼۍ بیان هم نور معلومات نه دي ورکړي.

ټرمپ تر هغې وروسته له اردغان سره په ټېلېفون خبرې وکړې چې په بیړنۍ غونډه کې د ترکیې د پارلېمان ۳۲۵ استازو د یو کال لپاره لیبیا ته د سرتېرو استولو په حق کې او ۱۸۴ یې په مخالفت کې رایې ورکړې.

داسې اندېښنې دي چې د ترکیې سرتېري ښايي په لیبیا کې جګړه شدیده کړي.

په طرابلس کې د وزیر اعظم فایز سراج حکومت د هېواد په ختیځ کې د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ د انتظامیې ضد جنګېږي.

د مصر، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ملاتړ لرونکي حفتر وفادارو وسله والو د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل کې د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو پلوي حکومت د ملاتړ لپاره د سرتېرو ځای پر ځای کولو منظوري ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG