د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې خبریالان د خپلو تنخاګانو لپاره راوتلي


په اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاج (پخوانی عکس)
په اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاج (پخوانی عکس)

په اسلام اباد کې خبریالانو د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو پر ضد مظاهره کړې.

دوی د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ماښام په احتجاج کې وویل چې رسنیو ګڼ خبریالان له دندو هم ګوښه کړي دي.

د رسنیو حقونو ساتنې یوې ټولنې ((میډیا اېکشن فورس)) مشر تنزیل الرحمان بټ وویل، دا مسله تر پارلېمانه وړي چې قانون جوړ کړي.

په پاکستان کې خبریالانو له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره احتجاجونه کړي دي.

د رسنیو مالکان وايي، مالي ستونزو اړ کړي چې ځينې کسان له دندو ګوښه کړي.

د پاکستان حکومت د ډېسېمبر پر۱۳مه یوه کمېټي جوړه کړه چې د ستونزو هواري لپاره د خبریالانو او رسنیو مالکانو منځګړتوب وکړي.

همداراز، د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان د ډېسېمبر پر ۲۴مه د تنخاګانو په اړه د بورډ د اعلان پر مهال ویلي ول چې رسنیو ته د اشتهارونو ورکړه د خبریالانو له تنخاګانو سره تړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG