د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جنورۍ پر لومړي ماښام په چاودنه او وروسته په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او پوځي سرتېری ژوبل دی.
چارواکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان د پېښې په اړه متضاد معلومات ورکوي.
د پولیسو او انتظامیې چارواکو بېګا د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، لومړی د ځمکلاندې بم چاودنه شوې چې پکې یو پوځي سرتېری ژوبل شو. د دوی په خبره، تر دې وروسته د پوځ او وسله والو ترمنځ ډزې وشوې چې پکې پولیس ووژل شو. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان تور پورې کوي چې په سیمه کې د فوټبال لوبه روانه وه چې د پولیس سرتېری یې نندارې ته ورغلی وو او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو. پوځ دا تور ردوي.
تر ډزو مخکې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.