د ایران ولسمشر ویلي دي چې په تېرو دوو کالونو کې د امریکايي بندیزونو له کبله د ایران بهرني امدن او سرمایه کارۍ ته ۲۰۰ بیلیونه ډالره تاوان رسیدلی دی.
ولسمشر حسن روحاني دا خبره د ډېسېمبر پر۳۱مه تهران سره نېزدې د ریلوې د یوې نوې پروژې د پرانستي پر مهال کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، که چیرې ایران په اقتصادي جنګ کې ښکیل نه وې نو ۲۰۰ بیلیونه ډالره اضافي امدن به ورته راغلی وو.
امریکا د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې د وتلو وروسته په ایران نوي بندیزونه لګولي دي.
د ولسمشر روحاني څرګندونې څو اونۍ وړاندې د هغه مظاهرو وروسته راغلي دي کله چې په میلینونو ایرانیان د اقتصادي ستونزو، نابرابرۍ، مالي بدعنوانیو او د ګېس د بیو لوړیدو پرضد لارو کوڅو ته راووتل.