د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د سولې چارو وزارت جوړ شو


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې د ډېسېمبر پر۳۰مه د سولې په چارو کې د مملکت وزارت د جوړېدو منظوري ورکړه.

ولسمشر اشرف غني د سولې چارې پر مخ وړلو لپاره دغه وزارت د یو فرمان له لارې اعلان کړی او ولسي جرګې ته یې د منظورۍ لپاره استولی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په اړه تراوسه مخامخ خبري نه دي شوي خو د طالب مشرانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د افغان سولې پر موضوع په قطر کې څو ځل خبرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG