د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټکزاس په یوه کلیسا کې دوه تنه په ډزو وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د امریکا د ټکزاس ایالت په کلیسا کې چې له عبادت کوونکیو ډکه وه، دوه کسان په ډزو وژل شوي دي.

پېښه په ځايي وخت پرون غرمه مهال د فورټ وورت په نوم سیمه کې شوې.

بي بي سي او امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې مشکوک بریدګر د کلیسا د دوو وسلوالو غړو له خوا په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د دې برید انګېزه لا نه ده روښانه.

په سېپټمبر کې یو نوی قانون نافذ شو، هغه کسان چې د وسلو جواز لري کولی شي، له ځان سره عبادتځایونو ته وسلې یوسي.

د امریکا تکزاس ایالت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دا ډول څو پېښو شاهد و.

د اګست په میاشت کې دغلته د والمارټ په یوه مغازه کې ډزو کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

په هماغه میاشت کې د ډزو په یوه بله پېښه کې اوه کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG