د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په نیویارک کې پینځه یهودان په چاقو ژوبل کړل شوي

د یهودانو یو تنظیم د ډېسېمبر پر ۲۹مه ویلي، د امریکا د نیویارک ښار په راک لېنډ سیمه کې د یهودانو د یو مشر په کور کې لږ تر لږه پنځه تنه په چاقو وهل شوي دي.

د یهودانو د ولسي چارو شورا پر ټوېټر لیکلي، ژوبل شوي پینځه واړه کسان یهودان دي او ځايي روغتون ته وړل شوي.

شورا زیاته کړه، په هغو کې د دوو حالت خراب دی چې پکې یو تن لږ تر لږه شپږ ځله په چاقو وهل شوی دی.

پولیس چارواکو ویلي، مشکوکه تن يې نیولی دی خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی چې ایا د تشدد دا پېښه له یهودانو څخه د کرکې د جرم په توګه څېړي او که څنګه؟

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د پوليو کمپاين يوه کارکوونکې وژل شوې

پخوانی تصویر: د پوليو يوه کارکوونکې د پولیسو په څار کې يو ماشوم ته تر ويکسينو وروسته په لاس نښه کوي.

د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کې نن د پوليو ويکسينو د کمپاين يوه کارکوونکې وژل شوې او بله ژوبل شوې ده.

د پارمولو پوليسو نن مشال رراډيو ته وويل چې دغه ښځې د ويکسينو تر کمپاين وروسته کور ته روانې وي چې نامعلوم موټرسايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړي.

تر اوسه پورې چا د دې بريد زمه واري نه ده منلې.

باجوړ: د چت له پرېوتو اووه ماشومان وژل شوي

د باجوړ نقشه

د باجوړ په بادانو کلي مومندو تحصیل کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ اووه ماشومان وژل شوي دي.

په سیمه کې چارواکو مشال راډیو وویل، دغه پېښه د جنورۍ پر ۲۹مه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د باز محمد په نامه د یو ځايي اوسېدونکي د کور چت پرېوتو چې پکې د هغه د کورنۍ اووه غړي وژل شوي.

په مړیو کې نجونه او هلکان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کالو کم دي.

په دغه پېښه کې ښځې هم ټپیانې شوې دي او د درملنې لپاره د سیمې روغتون ته وړل شوي دي.

دوی وویل، دغه پېښه د روانو بارانونو له کبله شوې ده.

بادان سیمه له ښاره څه باندې ۱۳ کلوميټره لیرې د واړه مومندو تحصيل سره نېږدې پرته ده.

په روانه جنورۍ میاشت کې په پاکستان او افغانستان کې واورو او ورښتونو ګڼ کورنه چپه کړل چې پکې لسکونه خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

اروپايي ټولنه د برتانیا اېستلو لپاره رای اچوي

اروپایي پارلیمان نن په برسلز کې له دغې ټولنې د بریتانیا د تاریخي جدایۍ په اړه رايې ورکوي.

په دغه اړه به نن پارلیمان ته یوه قانوني مسوده وړاندې کېږي. دې ته له اروپايي ټولنې د وتلو تړون ویل کېږي او دا د اروپايي ټولنې او بریتانیا د هغه وګړو د حقونو حفاظت کوي چې د یو بل په سیمو کې ژوند کوي.

د اې ایف پي خبري اژانس د یوه راپور تر مخه تر دې لوظنامې لاندې به برتیانیا خپلې مالي ذمه وارۍ پوره کوي او د کسټمز یو داسې نظام به ودرول شي چې له مخې به يي شمالي ایرلینډ تر ډېره حده تر اروپايي قوانینو لاندې وي.

تمه ښودل کېږي چې اروپايي پارلیمان به دا تړون ومني او د جنورۍ له ۳۱ مې نیټې څخه به د بریتانیا او اروپايي ټولنې لارې جدا شي.

بریتانیا به په تېرو ۴۷ کالونو کې لومړی هېواد وي چې له دې سیاسي او اقتصادي ټولنې به بهر شي او د ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه به پرځای پاتې شي.

د امریکا سېنېټ د ټرمپ مواخذې مقدمې اورېدنه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا سېنېټ د جنورۍ پر۲۹مه په نهمه ورځ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مواخذې د مقدمې اورېدنه کوي.

د قانون ترمخه ججان او سنېټران په دوو ورځو کې ۱۶ ساعته وخت لري چې د استازو جرګې لخوا د مقدمې ۷ منتظمینو او د ولسمشر ټرمپ دفاع وکیل ته خپلې لیکلې پوښتنې واستوي.

د امریکا چیف جسټس جون رابرټس د دې مقدمې د اوریدنې مشري کوي.

د نیویارک ټایمز د یو راپور ترمخه د قامي سلامتۍ پخواني سلاکار جون بولټن تېر کال د اګست په میاشت کې لیکلي وو چې ټرمپ ورته ویلي تر کومه چې اوکراین د هغه د سیاسي مخالف جو بایډن او نورو ډیموکراټانو پرضد په پلټنو کې مرسته ونه کړي، تر هغه ورته د ۳۹۱ میلیونه ډالره پوځي امداد وځنډوه.

ولسمشر ټرمپ په بیا بیا دغه تورونه رد کړي دي.

د سېنېټ په ۱۰۰ څوکیو کې ۵۳ له ریپبلکن ګوند سره دي، معنا دا چې دا غالب ګمان دی چې ټرمپ به د مواخذې خوندي پاتې شي.

په چین کې کورونا وایرس زرګونه کسان نیولي دي

په چین کې د کورونا وایرس

چینايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې په ۵۹۷۴ اوسېدونکو کې کورونا وایرس موندل شوی او نور ۱۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.

د چین روغتیا ادارې د جنورۍ پر ۲۹مه په یو بیان کې ویلي، دوی دا مهال د هغه ۹۲۳۹ کسانو څار کوي چې ډاکټرانو يې په اړه د وایرس څخه د اغیزمن کېدو اندیښنه ښودلې ده.

دا وایرس د ساه په نظام حمله کوي او تر اوسه يې له چینه بهر په اروپا، شمالي امریکا او ځېنو اسیایي هېوادونو کې هم په درځنونو کسان ځپلي دي.

ډاکټران وايي چې تبه، ټوخې او د ساه لنډیدل د دې وایرس علامتونه دي.

دا وایرس لومړۍ د چین په وهان سیمه کې موندل شوی وو.

چینايي چارواکیو د وهان په ګډون ۱۷ ښارونو ته د خلکو په تګ راتګ بندیزونه لګولي.

بلخوا د امريکا لوړپوړو روغتيايي چارواکو له چين څخه غوښتنه وکړه چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره نور هم شفافيت او همکاري خپله کړي.

د امريکا روغتيا وزير اليکس ازر د جنورۍ پر۲۷مه دغه راز وويل، واشنګټن په دې اړه له پيکنګ سره همکارۍ ته چمتو دى.

په بغلان کې اووه پولیس وژل شوي

د بغلان نقشه

د افغانستان په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې اووه افغان پوليس وژل شوي دي.

د بغلان د عامې روغتیا مشر محب‌الله محب د جنورۍ پر ۲۸مه خبریالانو ته وویل چې د اوو پوليسو مړي او دوه نور سرتېري چې ټپیان دي روغتون ته انتقال شوي دي.

محب وايي چې د یوه ټپي حالت نازک دی.

چارواکي وايي، دې پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې دنده لرله چې طالب وسله‌والو تېره شپه برید پرې وکړ.

په ورته حال کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ویلي دي چې د دې پېښې د تلفاتو کره شمېره تر اوسه نه‌ ده معلومه، خو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، په برید کې د پوستې قوماندان او تر ۱۰ زیات سرتېري یې وژل شوي دي.

د بغلان-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې پر دې پوستې مخکې هم څو ځلې بريدونه شوي دي.

امريکا د شام شمال لوېدیځ کې د اوربند ږغ کړی

یو شامی ماشوم د هېوا لوېدیځ کې په رژیم پلوي بمبار کې د خپل وران شوي کور کنډوکپرو ته ګوري. ۲۰۲۰، ۲۰ جنوري 

امريکا د شام شمال لوېدیځ پر روان حالت اندېښنه ښودلې او په دې سیمه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د روسیې او ایران لاسپوڅو وسله‌والو او حکومتي ځواکونو په ادليب او حلب صوبو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جنورۍ په ۲۷مه په یوه بیان کې وویل، دا عملیات به بشري کړکېچ رامنځته کړي او په ادليب صوبه کې چې د وسله‌والو یاغیانو وروستی سنګر دی پر سلګونه زره ولسي وګړو ناوړه اغېز کولای شي.

پامپیو ویلي دي چې دا ځواکونه ناتاره هوايي حملې او ځمکني پوځي عملیات کوي چې په نتیجه کې یې زرګونه ولسي وګړي له دې سیمې څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

'ایران فضا ته د مصنوعي سپوږمکۍ استولو په هڅه دی'

د راپورونو له مخې ځېنې سټېلايټ عکسونه ښيي چې ايران له هغه وروسته خلا ته د سټېلايټ لېږلو لپاره چمتووالی نيسي چې تېر کال يې د توغندي لېږلو درې هڅې ناکامې شوې.

امريکا داسې انګېري چې ايران دا پروګرام د بېليسټک توغنديو د پرمختګ لپاره د يوې پردې په توګه کاروي.

د ايران د معلوماتي او مواصلاتي ټېکنالوجۍ وزير محمد جواد اذري جهرمي په دوشنبه ناوخته په يوه ټويټ کې پخلی وکړ چې مدار ته د ظفر نومي سټېلايټ لېږلو لپاره يې چمتووالی روان دی.

نوموړي دا ټويټ د امريکايي رسنيو د هغه راپور په ځواب کې کړی چې وايي ايران د سيمنان صوبې په امام خمېني خلايي مرکز کې د سټېلايټ لېږلو لپاره چمتووالی نيسي.

جهرمي زياته کړې تهران پلان لري چې سږ کال پنځه نور سټېلايټ هم مدار ته ولېږي.

ايران د ۲۰۰۹م کال راهيسې يو شمېر سټېلايټ مدار ته لېږلي دي. امريکا پر ايران تور پورې کړی چې د ټېکنالوجي دغه هڅې د بېليسټک توغنديو د پرمختګ لپاره په کار راولي خو تهران بيا دا تورونه رد کړي دي.

ټرمپ ثبت شوې فیته کې د اوکراین او روسیې پر اختلافاتو څرګندونې کړي

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د یوې غونډ‌ې د ثبت شوې ویډیو د غږ سره سم امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له میلمنو پوښتلي چې اوکراین تر کومې د روسي تېري په وړاندې درېدی شي.

دغه ویډیو د ۲۰۱۸ م کال امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو په لړ کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره د مالي مرستو کونکیو په یوه غونډه کې ثبت شوې وه چې د روان کال د جنورۍ په ۲۴ مه او ۲۵ مه امریکايي رسنیو اې بي سي نیوز او اسوشي اېټيډ پریس ترلاسه کړې ده.

په دغه ویډیو کې ټرمپ پوښتنه کوي چې ایا کییف فکر کوي چې له روسیې سره په شخړه کې به هر څه سم پاتې شي؟

نو د غونډې یو ګډونوال ورته ځواب ورکوي چې هو، هغوي فکر کوي چې که واشنګټن یې مرسته وکړي نو هر څه به سم وي.

ټرمپ بیا وايي هو، امریکا تل د هر چا سره مرستې کوي.

نوموړی بیا له یورپي هېوادونو ګیله کوي چې هغوی ورسره د هغه بوج په اوچتولو کې مرسته نه کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې د روس پلوه بیلتونو پالو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې پکې تر اوسه له ۱۳۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

خوست کې پر واده برید، ۲۰ ژوبل

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، د ۳ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی

خوست ـ د جنورۍ د ۲۵مې په ماښام د خوست د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ په وارث کلي کې د واده په محفل د لاسي بمونوبرید شوی، چې ۲۰ تنه ولسي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل د جنورۍ پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل، چې د پيښې ټپیان پر وخت د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ۳ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د نوموړي په وینا، برید کوونکي له سیمې تښتیدلي، خو د پولیسو او نورو کشفي ارګانونو لخوا د پيښې په اړه څېړنې روانې دي، تر څو د پيښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

تر اوسه نه ده مالومه چې د واده پر مراسمو دا برید چا او ولې کړی دی.

په چین کې له کورونا وایرس څخه لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

یو مېرمن د وایرس په اړه د پوهاوي خپرولو پرمهال

د چین په ووهان سیمه کې د یو وایرس له وجې د مړو او له دې د متاثره شوو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د چین چارواکو د جنورۍ پر ۲۵مه ویلي چې د دې وایرس له وجې په ۲۹ صوبو کې ۴۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۸۷ ته دا وایرس لګېدلی دی.

د دوي په وینا په متاثره شوو کې د ۲۳۷ کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د د دې وایرس له وجې له چین هیواده بهر کوم مړی نه دی رپورټ شوی خو د فرانس چارواکي وايي چې درې کسان یې د دې وایرس له امله ناروغه شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په ملتان ښار کې هم یو چینايي وګړی په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د دې وایرس په لومړي ځل په اروپا کې تصدیق شوی. دغسې د امریکا په سیياټیل او شیکاګو کې هم دوه تنه دې وایرس وهلي چې د راپورنو له مخې دا دواړه کسان دې ورستیو کې له چین څخه ستانه شوي وو.

د جنورۍ پر ۲۵مه د اسټریلیا روغتیا چارواکو هم په یو کس کې د دې وایرس تصدیق کړی او وايي چې دا کس څه باندې ۵۰ کلن چینايي دی.

امریکا او افغان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي: ایمنسټي انټرنشنل

د بښنې نړیوال سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د تشدد کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده.

امينسټي انټرنيشنل ویلي چې د تشدد هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دي.

د جنوبي اسیا لپاره د یاد سازمان مرستيال مشر عمر وړایچ ویلي چې په داسې یوه بحراني حالت کې چې په افغانستان کې په ولسي خلکو حملې کېږي دا خبره بې مفهومه ده چې د تشدد اندازه به کمه شي.

عمر وړایچ ویلي: "امریکا او افغان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي او پر ټولو افغانانو حملې باید بندې شي."

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر په وروستیو کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره یې منلې چې د تشدد اندازه به راکمه کړي.

خو د افغانستان حکومت د دې بیان په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې د هغوی دا بیان مفهوم نه لري.

د افغانستان حکومت همداراز وویل چې له طالبانو سره یوازې په دې شرط خبرې کولائ شي چې د هغوی له لوري اوربند اعلان شي.

پر پوځي اډه د ایران برید امریکايي سرتېري ناروغه کړي؛ د امریکا دفاع وزارت

په عراق کې پر امریکايي اډه د ایران برید

امریکا ویلي چې په عراق کې د دوی پر پوځي اډه د ایران راکټي حملې له کبله ۳۴ سر تېرو ته دماغي ضربه رسېدلې ده.

د پنټاګون ویاند، جانتن هوفمن د جنورۍ پر۲۴مه په واشنګټن کې خبریالانوته وویل چې په دغو ژوبل شوو سرتېرو کې نيمايي په عراق کې خپلو دندو ته ستانه شوي دي خو ۱۷ سرتېري لا هم تر درملنې لاندې دي.

امریکا چارواکو مخکې ویلي ول چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پرعين الاسد پوځي اډه د ایران په حمله کې هېڅ امریکايي عسکر ته تاوان نه دې رسېدلی. خو تيره اوننۍ امریکايي پوځ وويل چې د ايراني بريد وروسته د يولسو سرتېرو درملنه شوې

د جنورې پر اتمه ايران په عراق کې د امریکايي سرتېرو په عين الاسد پوځي اډه وروسته له هغې راکتي بريد کړې وو چې د جنورې پر درېیمه د امریکايي بې پايلټه الوتکې په يو بريد کې ايراني جرنيل قاسم سليماني ووژل شو.

ترکي کې زلزلې ۱۸کسان وژلي دي

په ترکیه کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ.

چارواکي وايي چې د ترکیې په شرقي صوبه علازګ کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

په راغلې زلزله کې یو شمېر ودانۍ هم نسکوره کړي دي.

د ترکیې له افتونو سره د مبارزې او د بيړنيو چارو ادارې چارواکو په خبره د جنورۍ پر ۲۴مه شپه ۹ بجې د راغلې زلزلې کچه په ريختر ۶.۸ وه.

د یادې ادارې په خبره ۱۳کسان په علازګ او پنځه نور په ملاټیا صوبه کې وژل شوي دي.

بلخوا د دواړو صوبو ګورنرانو ويلي دي چې ۲۲۵ کسان ژوبل شوي هم دي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزير سليمان سويلو ويلي دي چې چارواکو امدادي ډلو ته سیمې ته د رسېدو هدایات ورکړي او د يوې نسکورې شوې ودانۍ د ملبې لاندې د ۳۰ کسانو پلټنې روانې دي.

سويلو د ژوبل شوو کسانو شمېره ۵۳۳ ښودلې ده.

د سويلو په خبره په ۱۹۹۹زکال کې راغلې زلزلې په ازمت ښار کې د ۱۷ زرو زیات کسان وژلي او د پنځو لکو زیات بې کوره کړي ول.

سفیر بلدیات پروژه کې د قبایلي سیمو ځوانان خپله برخه غواړي

د قبایلي زده کوونکو سازمان تور پورې کړی دی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د سفیر بلدیات پروژې لپاره شاوخوا ۷۰ فیصده ځوانان له نورو سیمو ګومارلي دي.

د سازمان مشرانو او غړو په پنجشنبه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت ژمنه کړې وه چې د بلدیاتي نظام په اړه د پوهاوي په موخه به د قبایلو ځوانانو ته دندې ورکوي. خو د سازمان مشر جاسم اپرېدی وايي، حکومت د قبایلو تعلیم یافته ځوانان له پامه غورځولي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار کامران بنګش د جنورۍ پر نهمه د پروژې پرانیستې پر مهال ویلي ول چې په ۱۲۰ ځوانانو کې یې زیاتره د قبایلو اوسېدونکي پر دندو ګومارلي او پاتې هغه کسان دي چې له قبایلو سره په نېږدې ضلعو کې اوسي.

خوست کې د ماشومانو د زده کړو په هدف قومي تړون

د قومي تړون برخوال

د خوست د شمل-دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکو قومي پرېکړه وکړه چې نوي ښوونیز کال کې به خپل ټول ماشومان او تنکي زلمیان ښوونځیو کې شاملوي.

په پرېکړه کې راغلي، که چا له دې تړونه سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره ټولې اړیکې پرې کوي او سل زره افغانۍ به ناغه ورڅخه اخلي.

په دې ناسته کې قومي مخورو وویل، د دې سیمې د وروسته پاتې والي او ستونزو یوازینۍ لامل دادی، چې دوی له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

په دې قومي پرېکړه کې د دې ولسوالۍ ټول خلک مکلف شوي، چې خپل له پنځو تر شلو کلونو پورې ماشومان او تنکي زلمیان به دوه میاشتې وروسته د نوي ښوونیز کال په پیلیدو ښوونځیو او یا ددیني زده کړو په مرکزونو کې شاملوي.

یاده ناسته کې ګڼو قومي مخورو، ځايي مسوولینو، علماوو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د ځوانانو د سمون ټولنې مشر احمدالله افتاب د لیکلي تړون یوه برخه مشال راډیو ته ولوسته: "د شمل-دوه منده ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان او علماء کرام د سمون ټولنې د فعالانو د هڅو په پایله کې په دې وتوانیدل چې د خپلو ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په خاطر د زده کړو لپاره دا پرېکړه لیک رامنځته کړي، ټولې کورنۍ په دې مکلفې دي، چې خپل هغه ماشومان چې د مدرسو او ښوونځیو د شمولیت عمر يې پوره کړی وي په راتلونکې نوي ښوونیز کال کې به يې ښوونځيو کې شاملوي او د نه تطبیق په صورت کې سرغړونکي به د قوم د ښو او بدو وتلي او سل زره افغانۍ ناغه به هم ورڅخه اخیستل کېږي."

د خوست ځینو قومونو پخوا هم په ټولنیزو مسایلو کې ځینې تړونونه کړي، چې په پوره ډول نه دي عملي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال کې د خوست د موسی خېلو منګل میشتې ولسوالۍ قومي مخورو، سپین ږیرو او مدني فعالانو هم پرېکړه کړې وه، چې د ښوونځي د عمر برابر نجونې او ماشومانې به ښوونځیو کې شاملوي او که کوم کور یاده پرېکړه ونه منله، کورنۍ به يې پنځه زره افغانۍ ناغه کیږي.

پاکستان د درغلیو په باب د شفافیت نړیوالې ادارې راپور رد کړ

د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان

د پاکستان حکومت په هېواد کې د درغلۍ د زیاتېدو په اړه د شفافیت نړیوالې ادارې تازه رپورټ رد کړی دی.

د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان په پنجشنبه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي ګډ حکومت یو وزیر هم د درغلۍ په تور نه دی تورن شوی.

د شفافیت نړیوالې ادارې په په خپل کلني رپورټ کې وویل چې په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان د درغلۍ له پلوه له ۱۱۷ څخه ۱۲۰م نمبر ته کوز شوی دی چې په هېواد کې د کرپشن د زیاتېدو ښکارندويي کوي. خو فردوس عاشق اعوان زیاته کړه چې د شاوخوا یونیم کال په موده کې حکومت اداري فساد نشي ختمولای البته پر وړاندې یې هڅو ته دوام ورکوي.

چین کې کرونا وایرس ۸۳۰ تنه نیولي ۲۵ مړه

په دې ویروس تراوسه ۶۰۰ کسان اخته شوي او اتلس کسان مړه شوي دي.

د يوه نوي وايرس د خپروېدو د کنټرول لپاره د چين مرکزي ولايت هوبى په لږ تر لږه ١١ ښارونو کې کلک ګامونه اخېستل شوي دي.

په دغه وايروس تر ٨٣٠ ډېر کسان اخته شوي او لږ تر لږه ٢٥ کسان مړه شوي دي.

دغه وايروس اول د هوبى په مرکز ووهان کې چې ١١ مليونه وګړي پکې ژوند کوي، وموندل شو.

د ښار د ترانسپورت سيسټم له پنجشنبې سهاره ځنډول شوی دی.

راپورونه وايي چارواکو په ووهان ښار کې د مولونو وهل اړین کړي او له خلکو غوښتنه شوې چې له ګڼه ګوڼو او غونډو ډډه وکړي.

د دولتي رسنيو د راپور له مخې په لسو نورو ښارونو کې هم د ترانسپورټ جريان درول شوى او په پلازمېنه پيکنګ کې د نوي چينايي کال د لمانځلو مراسم لغوه شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان پرون وويل، د دې وايروس په اړه د دې وخت نه دى چې ”نړيوال بیړنی حالت“ اعلان کړی.

د خیبر پښتونخوا خاصه دار او لېویز د پولیس نظام برخه شول

خاصه دار ځواکونه له ډېره وخت بیا بیا پر احتجاج ول

د خیبر پښتونخوا کابینې په مکمل ډول په پولیسو د قبایلو د خاصه دارو او لېویز سرتېرو ورګډول منظور کړي دي.

بېګا ماښام د کابینې تر غونډې وروسته د اعلا وزیر ویاند اجمل وزیر مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې کابینې په دوو پړاوونو کې خاصه دار او لېویز ځواکونه د خیبر پښتونخوا د پولیسو برخه کړل او اوس یې د سرتېرو د عهدو له منظورۍ سره بهیر بشپړ کړ.

د خیبر پښتونخوا کابینې دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د خاصه دارو او لېویز ځواکونو سرتېرو په پولیسو د ورګډېدو په قانون او نظام کې پر نیمګړتیاوو انتقاد کاوه او د پولیسو په څېر مراعات یې غوښتل.

چمن کې د ټرانسپورټرانو کاربندیز دوام لري

د چمن پر پوله د ولاړو ټېنکرو پخوانی عکس

د بلوچستان په سرحدي ښارګوتې کې د جنورۍ پر۲۳مه دریمه ورځ هم د کسټم کلیرنګ د اتحادې له لورې د پاکستان یوې حکومتي ادارې (اېن اېل سي ) پرضد احتجاج او کار بندیز روان دی چې له کبله یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه ټرکونه او کنټېنران ولاړ دي.

په چمن کي د کسټم کلینرنګ د اتحادې مشر غوث الله دجنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې (داین ایل سي ) د دوی هر کانټېنر د سکېننګ په نوم درې زره روپۍ اخلي چې دوی ته د منولو وړ نه ده.

بلخوا د اېن اېل سي لخوا ویل شوي دي چې د دغه سکینګ مقصد دا دی چې کوم ناوړه موده له پاکستانه افغانستان ته او یا هم له افغانستانه پاکستان ته رانه شي.

چینايي ښار کې د وایرس خپرېدو له وجې عامه ټرانسپورټ بند

د صحت نړیوالې ادارې (WHO) د چینایي چارواکو د هغو هڅو ستاینه کړې ده چې په دغه هېواد کې د یو وژونکي وایرس د خپرېدو مخنیولو لپاره ترسره کېږي.

دا له هغې فېصلې یوه ورځ وړاندې ده چې پکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د دغه وایرس د خپریدو په اړه نړیوال بیړنی حالت ولګوي که نه.

د جنورۍ پر ۲۲مه د ډبلیو اېچ او ډایرکټر جنرل ټیډروس اهانوم وویل، چین په خپله پوره ژمنتیا سره په دې اړه کار کوي او حالاتو ته په کتو دوی هغه اقدامات کوي چې ضروري او مهم دي.

په دغو اقداماتو کې یوه فېصله دا هم ده چې چین د اوهان سیمې نه د خلکو پر وتلو بندیز لګولی دی.

دا وایرس په اوهان سیمه کې خپور شوی چې تراوسه ترې ۱۷ کسان مړه شوي دي او په سلګونه نور یې ناروغه کړي دي.

چارواکي وایي، د اوهان سیمې ۱۱ میلیونه اوسیدونکي به ونه کولای شي چې د دغه سیمې ووځي.

دغلته په الوتکو، ټرینونو، بسونو او کښتیو کې تګ راتګ ودرېدلی.

ډبلیو اېچ او ویلي دوی به نن دا فېصله کوي نړیوال بیړنی حالت ولګوي که نه.

که چېرې نړیوال ایمرجنسي ولګول شي نو دا به په تېره یوه لسیزه کې شپږمه صحیحي ایمرجنسي وي.

له دې وړاندې په کانګو کې د اېبوله وبا او په ۲۰۱۶ز کال کې په امریکا کې د زیکا وایرس پر وخت هم په نړیواله کچه د صحت ایمرجنسي لګول شوې وې.

'که ټرمپ سزا نه شي راتلونکې ولسمشران به هم داسې کار کوي'

د امریکا سنا غونډه

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر مواخذې منتظم د ډیموکرېټ ګوند غړي اډم شېف خبرداری ورکړی که ولسمشر ډانالډ ټرمپ مجرم ونه ګرځول شو نو راتلونکي ولسمشران به هم داسې کار کوي چې ګني دوی هم له قانونه بره دي.

د جنورۍ پر ۲۲مه په سېنېټ کې د مواخذې مقدمې په پېل کې سېنېټر شېف وویل:

"د ولسمشر خپلو اختیاراتو د ناسم استعمال او د کانګرس په چارو کې خنډ اچول به د حکومتي څانګو په واک اختیار کې توازن په مستقله توګه ختم کړي. او له دې سره به راتلونکي ولسمشران هم د کانګرس نګرانۍ بغېر او له قانون ماوره کارونه کوي."

کله چې سېنېټر شېف خبرې کولې نو ولسمشر ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې ولیکل چې دی وم دباو نه احساسوي.

د استازو جرګې څارنوال د تر دریو ورځو پورې ۲۴ ساعته وخت لري چې د دغه مهمې مقدمې لپاره خپل کېس تیار کړي چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د بدعنوانۍ او لوړو جرمونو پر کولو هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړل شي. او هم دومره وخت د ولسمشر ټرمپ قانوني ډله لري چې د دغه مقدمې د اصولو مطابق خپل دلایل وړاندې کړي.

امریکا کې د ټرمپ مواخذې په اړه رای ورکول کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمب

ټاکل شوې ده چې د امریکا استازو جرګې څارنوالان د جنورۍ پر۲۲مه په سېنېټ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې په اړه په تاریخي مقدمه کې خپل لومړني دلایل وړاندې کوي.

د سېنېټ د قوانینو ترمخه دوی او د ولسمشر قانوني سلاکار په درېوو ورځو کې ۲۴ ساعته وخت لري چې خپل دلیلونه وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ د ډیموکراټ ګوند په اکثریت د استازیو جرګې له خوا د ده پرضد د مواخذې پلټنې او اورېدنه جعلي بللې ده.

د ابتدايي دلایلو وروسته سېنېټران ۱۶ ساعته وخت لري چې خپل لیکلې پوښتنې چیمبر ته وړاندې کړي.

له دې وروسته به د استازو جرګې لخوا د مقدمې منتظمین او د ولسمشر وکیلانو ته د خپلو دلیلونو وړاندې کولو لپاره دوه ساعته ورکول کېږي.

ایران پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغولي ول

په ايران کې د ویشتل شوې اوکراينۍ الوتکې ملبه: ۲۰۲۰، ۰۸ جنورۍ

د ایران هوايي چلند ادارې پخلی وکړ چې پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغول شوي ول.

الوتکه د جنورۍ پر اتمه له تهران هوایي اډې څخه د کیف پر لور له الوت وروسته ویشتل شوې او پکې ناست ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

ایرانيو چارواکو د الوتکې د غورځیدو په اړه په دوهم ابتدایي راپور کې ویلي، ''پلټونکو موندلې چې پر الوتکه دوه ټورـ ایم یو توغندي ویشتل شوي''.

ایرانیو چارواکو ویلي په عراق کې پر امریکایی اډو د میزایل حملو وروسته هوایي دفاعي ځواک د تیارسۍ په حال کې و او په غیر ارادي توګه یې د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه ویشتلې ده.

کاناډا، اوکراین او نورو هغو هېوادونو چې وګړي یې په هغه الوتکه کې سپاره ول له ایرانه یې غوښتنه کړې چې د پرواز لازمي مالومات او غږ ثبتونکې الې د پلټنو لپاره بهر هېوادونو ته واستوي.

ډېوس کې به ولسمشر غني پر سوله او اقتصادي ودې وغږېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سویس ته د سفر پر مهال

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په ډېوس ښار کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان سولې پر هڅو او د هېواد اقتصادي پرمختګ په باب وغږېږي.

ولسمشر غني په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په مقصد نن د سویس د داووس ښار پر لور وخوځېد.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG