د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له روسیې او چین سره ګډ بحري تمرینونه پیل کړل


د ایران روسیې او چین ګډه پوځي مشقونه
د ایران روسیې او چین ګډه پوځي مشقونه

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دي، ایران له روسیې او چین سره په ګډه پوځي مشقونه پیل کړي دي.

د ایران سرکاري تېلېویزون وايي، دا بحري مشقونه د هند بحیرې په شمالي برخو ترسره کېږي.

د ایران د بېړیو قوماندان غلام رضا تاهاني وايي، له دې مشقونو د سولې او دوستۍ پیغام خپرېږي او دا هم جوتېږي چې ایران څوک یواځې کولای نه شي.

روسیې دغه مشقونه د بحري همکارۍ بې ساري هڅه بللې ده.

په تران او بیجنګ کې چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، دا تمرینونه به د ډېسېمبر له ۲۷مې تر ۳۰مې په بحیره هند او د عمان په خلیج کې ترسره کېږي.

د چین دفاع وزارت ویاند وو قیان د ډېسېمبر پر ۲۶مه ویلي وو، دغه بحري مشقونه به د دېواړو هېوادونو د بحري قواوو ترمنځ همکاري زیاته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG