د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه لیبیا ته خپل ځواکونه لېږي


د ترکیې ځواکونه.
د ترکیې ځواکونه.

د ترکیې ولسمشر طیب اردغان ویلي دي هېواد به يې د جنورۍ په میاشت کې د ترابلس په خواست لیبیا ته خپل ځواکونه لېږي.

دا به یو داسې اقدام وي چې په نتیجه کې يې د ترکیې ځواکونه له روس پلوه هغه جنګیالو سره مخامخېدلی شي چې د راپورونو ترمخه په لیبیا کې په جګړه تورن دي.

په ترابلس کې یوه حکومتي چارواکي د ډېسېمبر پر۲۶مه وویل چې د ترکیې د هوايي، ځمکني او بحري ځواکونو د مرستې لپاره يې ترکیې ته رسمي خواست کړی دی.

په ترابلس کې د ملګرو ملتونو لخوا منل شوی د قامي ایتلاف حکومت په هېواد د حکومتدارۍ ساتلو لپاره د لبییا په ختیځ کې د جنرال خلیفه هفتار په مشرۍ د نېشنل ارمي پرضد په جګړه کې بوخت دی.

د لیبیا ایتلافي حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته په ۲۰۱۶ز کال کې هغه وخت جوړ کړل شو ، کله چې په ۲۰۱۱ز کال د لیبیا اوږد مهاله واکمن معمر قذافي د ناټو په مرسته د یوه پاڅون په نتیجه کې له واکه لیرې کړل شو او دغه هېواد د اړۍ ګړۍ ښکار شو.

روسیې ترکیې ته خبرداری ورکړی چې لیبیا ته د خپلو ځواکونو له لیږلو ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG