د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې افغان او پاکستاني کډوال وژل شوي


کډوال د ترکیې له لارې یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي. (ارشیف)
کډوال د ترکیې له لارې یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي. (ارشیف)

ترکي چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر۲۶مه سهار د هېواد په ختیځ کې د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش د کډوالو یوه کښتۍ اوښتې چې پکې اووه کسان وژل شوي دي.

د بېتلیس والي دفتر په بیان کې ویلي چې له کښتۍ څخه یې لږ تر لږه ۶۴ کسان ژغورلي او نېږدې روغتونونو او پناه ځایونو ته یې رسولي دي.

په بیان کې راغلي چې په کښتۍ کې لږ تر لږه ۷۰ کډوال سپاره ول چې له عادلجواز ښار سره نېږدې په وان خلیج کې د پېښې ښکار شوه.

چارواکي وايي، پېنځه کسان ځای پر ځای مړه ول او دوه په روغتون کې مړه شول.

دا پېښه د سیمې پر وخت د شپې پر شاوخوا دوه نیمو بجو شوې.

تر اوسه معلومه نه ده چې کډوال ولې د سړک پر ځای د ډنډ له لارې په سفر ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG