د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهاند سیال کاکړ خپل ټول کتابتون د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وسپارلی


افغانستان: ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د پوهاند سیال کاکړ قلمي نسخې ګوري: ۲۰۱۹، ۲۴ ډېسېمبر

د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او فوکلوریسټ پوهاند سیال کاکړ په خپل ادبي او علمي ژوند کې جمع کړې ټولې قلمي نسخې او خپل کتابتون د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته سپارلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د ځان، علومو اکاډمۍ او نورو علمي شخصیتونو له خوا د رسمي مننلیک ورلېږلو امر کړی دی.

۸۴ کلن ولي محمد خان سیال کاکړ په ۱۹۳۵ز کال کې د پښین په سرانانو کلي کې زوکړی او د عمر زیاته برخه یې په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونونو کې د استادۍ او د علم او ادب خدمت ته ځانګړې کړې ده.

پوهاند سیال کاکړ د پښتو، دري او عربي ژبو ۱۳۳ قلمي منظومې او منثورې نسخې او د خپل کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې د علومو اکاډمۍ ته سپارلې دي


د ډېسېمبر پر ۲۴مه په ارګ کې د پوهاند سیال کاکړ د ورلېږل شویو قلمي نسخو او کتابونو د کتنې په اړه غونډې ته ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل:

"نن ټولو ته د خوښۍ ورځ ده چې زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کېږي. پروفېسر سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی وو."

غونډې ته په علمي او ټولنیزو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون وویل، د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې یې د ولسمشر غني په مرسته او لارښوونه کابل ته ولېږدول. نوموړي د پوهاند سیال کاکړ مننه وکړه چې وایي په خپلو شخصي پیسو اخیستې پانګه یې وړیا افغانستان ته وسپارله. ډاکټر ازمون وویل:

"د پښتو، دري او عربي ژبو پر دغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل شوې."

د ولسمشر غني یوه بل سلاکار زرین انځور د قلمي نسخو ارزښت ته په اشاره وویل، د ښاغلي سیال کاکړ په څېر ارزښتناکې پانګې دې د ښې ساتنې او ګټې اخیستنې لپاره له بېلابېلو اشخاصو، ځایونو او شخصي کتابتونو په منظم ډول راټولې او په علومو اکاډمۍاو اریکایوز کې خوندي شي.

د پوهاند سیال کاکړ قلمي نسخې او کتابونه
د پوهاند سیال کاکړ قلمي نسخې او کتابونه

ولسمشر اشرف غني لارښوونه وکړه، چې په کوټه ښار کې دې د افغان قونسلګرۍ وداني د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د کلتور کور شي. علومو اکاډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ د لرګي لوحه، چې نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري، جوړه کړي.

ولسمشر غني د کابل اریکایوز چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د پروفېسر سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې دې و رغوي او سکېن دې یې کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چې په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وشي.

په کوټه کې پوهاند سیال کاکړ ته د جمال الدین افغان نښان د ورکړې مراسم.
په کوټه کې پوهاند سیال کاکړ ته د جمال الدین افغان نښان د ورکړې مراسم.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې پوهاند سیال کاکړ ته د ولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا د سید جمال الدین افغان په نامه د افغانستان عالي دولتي مډال هم ورکړل شو.

د پوهاند سیال کاکړ تر څلوېښتو زیات کتابونه چاپ دي، چې ډېری یې د فوکلور په برخه کې دي او نور یې د تاریخ، ادب، ژبې او د ماشومانو ادبیاتو په اړه دي، همدارنګه یې د شعرونو ټولګې هم پکې شاملې دي خو لا یې ډېر کتابونه ناچاپه هم پراته دي.

راپور: بارکوال میاخېل ډیوه راډيو

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG