د لاسرسي ځای

تازه خبر

هره ورځ له افغاستانه ۱۵ لارۍ پیاز هند ته رسېږي


د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې
د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې

هندي چارواکو ویلي چې هره ورځ له افغانستانه پنځلس لارۍ پياز هند ته رسېږي او دا به د پیازو نرخ ټیټولو کې مرسته وکړي.

په هند کې دا څو وروستۍ میاشتې د پیازو بیې زیاتې لوړې شوي.

اوس د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې چې شاوخوا یو ۱۵۰ افغانۍ کېږي.

نیو انډین ایکسپرس او انډیا ټوډې ورځپاڼو راپور ورکړی چې وارداتي پيازو عموماً بیې ۱۰تر ۱۵روپیو کمې کړي.

هندي چارواکو ویلي چې سوداګر دا پياز په افغانستان کې ارزانه اخلي او دلته هم هڅه روانه ده چې بیې ورسره ټيټې کړای شي.

د افغانستان له پیازو ډکې لارۍ پاکستاني پنجاب له واګې بندره د هندي پنجاب له اټاري بندره د هندوستان نورو برخو ته وړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG