د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او نورو هېوادونو کې امریکايي سرتېرو ته بختور کریسمس: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د خپل هېواد له یو شمېر سرتېرو سره خبرې کړي او هغوی ته یې د کریسمس مبارکي ویلي.

ولسمشر ټرمپ چې د کریسمس د رخصتیو لپاره په فلوریډا کې خپل کور ته تللی،

د ډېسېمبر پر۲۴مه یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکايي پوځ له یو شمېر غړیو سره چې له امریکا بهر ځای پر ځای دي خبرې کړي.

په دغو پوځي مرکزونو کې په افغانستان کې میشت د امریکا سمندري ځواکونه، همدارنګه په کویټ، عدن خلیج کې میشت امریکايي ځواکونه، په میسوري ایالت کې د امریکا د هوايي ځواک یوه اډه او په الاسکا کې د ساحلي ساتونکو یو مرکز شامل دي.

ټرمپ په دې خبرو کې د خپل هېواد سرتیري د داعش د خلافت د نړولو او د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو له کبله ستایلي دي او دوی ته یې د کریسمس مبارکي هم ویلي ده.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه په ټوله نړۍ کې عیسویان خپل مذهبي اختر کریسمس لمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG